IQNA

 هندي پولیسو  مسلمانې محصیلینې په کوتکو بې دردئ سره ووهلې

7:35 - September 21, 2023
د خبر لمبر: 3487986
ایکنا-(نوی ډیلی) دهندوستان په ټولنیزو چینلونو کې د یوشمیر ویډیوئي فیلمونو  خپریدا  د هندي پولیسو په لاس د هندي مسلمانو انجونو محصیلینو د ډيرو وهلو ټکولو  ښودنه کوي.

ایکناد وطن ویبسایټ له قوله راپور راکوي،  په هندوستان کې پر مسلمانانو باندې د حملو دنوۍ لړۍ په ځينو برخو کې نوی ویډیوئي کلیپونه خپره شوي دي چې ښئ  هندي پولیس په ډيرې بې دردئ سره پر مسلمانو  انجونو محصیلینو حملې کوي او وهي ئې.

دغه حمله   یوه بل  هغه میډیکل پوهنځي ته د  انجونو په  منتقلولو باندې د انجونو محصیلینو داعتراض په غبرګون  کې ده چې  په هیواد کې ئې مدرک رسمیّت نه لري او مسئولانو د هغوي له رضایت پرته  یا له هغوي سره  له مشورو پرته  دغه شان فیصله کړې ده.

په دغه جنایت کې چې په وحشي ډول دغه محصیلینې وهي،د انجونو محصیلینو چغې او فریادونه پکې آوریدل کیږي. دغه ویډیوئي کلیپ ښئ چې د پولیسو مامورانو دغه جنایت د یوشمیر انجونو محصیلینو د  جامو د شلیدا سبب هم شوې ده.

په هند کې د مسلمانانو په ضد ددغه ډول حملو په زیاتیدا او له عاملانو سره په چلند نه کیدا سره او دغه راز په دې زمینې کې د هندي حکومت په ضد ددباؤ په اعمالولو کې د عربی او اسلامی هیوادونو په لټَیو سره  له خپل ځانه ددفاع لپاره د ډيرو مسلمانانو غوښټې مطرح  شوي دی،ځکه چې  قانون د هغوي حقوق نه تضمینوي.

د هندوستان لوړې محکمې له دې مخکې  ځیني مهمې فیصلې صادرې کړې دي چې په هغو کې تائيد شوې وه حکومت  په درست هند کې د نفرت خورونکو څرګندونو په پيزواني کولو کې ناکام دی او دغه وضعیّت   یوازې هغه مهال  پاي ته رسیدلی شی چې  سیاست او مذهب  له سیاسی نښتو اواخ وډبه جدا شي.

 دهند مسلمانانو آبادي کابو دوه سوه میلیون کسان اټکل کیږي او دغه هیواد له انډونیشیا او پاکستان وروسته  په نړۍ کې ترټولو زیات مسلمان لرونکی هیواد دی.

https://iqna.ir/fa/news/4169925

captcha